د شمالټلوالې استحاله په ملي ټلوالې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                ماران که د ډول له مخې کپچه ، زنګی ، منګری او یا لټکه وي اویا د رنګ په لحاظ تورمار ، برګ او خړ وي ، خوبیا هم ډیری يي زهرجن او داړونکي نیښونه لري . د ژمي په موسم ویده او کله چې سپرلی شي او موسم څه مساعد شي ، له سوړو او څمڅو راوځي او زړه بوګنوونکي دا وي چې دې موسم کې خپل پوستکي بدلوي او له ورایه بریښنده او نوي ځلیږي ، خو په زهرو او داړونکو نیښونو کې يي څه تغییر نه راځي او د تېر پشان همغسې زهرجن او نیښدار وي .

شماټلوالې د خپل پيدایښت له ورځې چې د ۱۹۹۲ کال له ژمي پیل او تر ننه پورې رارسيږي ، دې ۱۹ کلونو کې څو ځلې خپل نوم ، پته او بڼه بدله کړې خو د هغې په موخو ، دریځونو او کړنلارو کې کوم بیخچن بدلون نه دی پېښ شوی .

البته د مارکیټ او ډالرو د تبادلې له بازاره په وخت خبریږي او داچې له کوم لوري باد لګیږي کولای شي د خپل غښتلي قطب نما په مټ ځان په همغه لور په وخت کوږ کړي . د ځیرکو دلالانو په برکت د هر خریدار غیږ کې ځان په لږو پيسو هم غورځولای شي او توپير نلري چې دا د پنجاب غیږ وي یا د اسراییلو ، عرب وي یا عجم !

لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه ددې ټلوالې د بنسټ ډبره په مزار کې د ۱۹۹۲ کال په ژمې د روسیي او ایران په لاس کېښودل شوه . هغه مهال دې ټلواله کې د اسلامي جمعیت ، نظارشورا ، د دوستم ملي جنبش ، د هزارګانو ملي وحدت سره یوځای شول او د افغانستان لپاره يي د وخت د افغان حکومت او ملګرو ملتو د سولې او ملي روغې جوړې تګلار تس نس کړه .

له ۱۹۹۲ کال روسته د کابل د جګړو په مهال ، چې یو لوری يي همدا د شمالټلواله او بل لوری يي راکټ یار ګل بدین و او په هغو جګړو کې کابلښار کنډواله او ۶۰ زره کابلیان شهیدان شول ، شمالټلوالې بله استحاله ( ۱ ) وکړه او له هغې څخه د عبد العلی مزاري هزاره ګروپ ، د دوستم جنبش جلا او له ګل بدین سره یوځای شول او پاتې نظارشورا ، جمعیت او د هیواد په شمال کې نور ستمي ګروپونه په نویو ټلوالو کې بیا سره په جګړو کې ښکر په ښکرشول .

 پاتې کابلښار په دې غوبل کې وران او نیم ژواندې کابلیان په تېښته له کابله وتلو ته اړشول .

شمالټلوالې  په ۱۹۹۶ کال دا وار له ګل بدین او خپلو زړو اووه سره یارانو سره ، د طالبانو په وړاندې خپلو منځو کې نکاح وتړله او له ماتې روسته لکه ماران او ګیدړان په څمڅو او سوړو ننوتل او د پنځه کلن اوږده خوبه روسته په ۲۰۰۱ کال يي سرونه له سوړو او غارونو راوویستل او د کابل تخت بیا دعواګیر شول .

له ۲۰۰۱ کال روسته هم موږ ددې ټلوالې د پلپسې استحالو او د مارانو پشان د پوستکې د غورځولو او بدلولو شاهدان یوو، خو په دې ټولو نوم بدلولو کې چې د تبلیغاتي زیات شور و زوږ سره ملګری وي ، د ټلوالې موخه او کړنلار بدله نه شوه .

د رباني له مرګه روسته دا ټلواله چې نور سرپوښ نلري او منځ باد يي له هر ستوي او سوري څخه په فشار وځي ، بله استحاله کوي او دا ځل د لا غولوونکي ټلوالې ، ملي ! په نوم د هیواد په همغه پخوانۍ برخه تیغ وهي او د همغو زړو کفنکشانو په مټ نېښ وهي .

دا ټلواله چې ځانته ملي وايي د دنني جوړښت ، خټې او څټې له مخې شمالې هم نوره نه ده پاتې ، څه رسیږي دې ته چې ملي دې وي !

په سیاست کې ډلې ، ګوندونه او ټلوالې جوړول چې د هیواد په اساسي قانون کې هم تسجیل دي د وګړو مدني او دیموکراتیک حق دی ، خو دا ګوندونه او ټلوالې باید د هیواد د اساسي قانون ، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په خلاف نه وي .

ګوندونه او ټلوالې د اساسي قانون د پلیتابه لپاره رامنځته کیږي . دوی د ملي ګټو د خوندیتوب په سنګر کې دریږی . د هیواد له ملي تاریخ ، خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، هیواد له سلامتیا او د افغانانو د یوموټیتوب او یووالي څخه ملاتړ د دوی د تګلارو او کړنلارو سرلیک جوړوی او عمل يي د همدغو موخو د پلي کولو څرګندوی وي .

خو شمالټلواله چې په تېرو شلو کلونو کې په هر نوم او بڼه راښکاره شوې ، د هیواد د ملي ګټو او ارزښتونو سره په ټکر او جګړه کې ده .

په تېرو کلونو کې ټلوالې هڅه کړې ځان په ښکلي نومونو سینګار کړي لکه تغییر او امید خو زیار نه باسي یا امید نه لري او یا نه غواړي د خپلو اندیښنو او کړیاوو خوسا او ورسته منځپانګه بدله کړي او تر ټولو لومړی ځان کې مثبت تغییر راولي .

پرونۍ شمالټلواله ، ننۍ ملي ټلواله او سبانۍ  د چور او اړودوړ ټلواله به تل د افغان دولتونو او افغانستان لپاره سر درد او دایمي رنځ وي .

له هغه ځایه چې اوس افغانان ، د ټلوالې ډیري کادرونه او مشران په سمه توګه پيژني د ټلوالې هر ډول استحاله او نوم بدلون به ، پر دې ټلوالې د افغانانو له لاسه تللی باور بېرته اعاده نه کړي او که هر ډول ماسک پر مخ وغوړوی له افغانانو خپل زوړ ماهیت نه شي پټولای .

ملي ټلواله وايی ریاستي نظام چې د هیواد په اساسي قانون کې تسجیل دی ، دوی ته د منلو وړ نه دی او د مرکزي دولت پیاوړتیا ته اړتیا نشته . دوی د مرکزي دولت پر ځای ، نا متمرکز او په سیمو پاشلی دولت غواړي چې روسته په اسانۍ سره وکولای شي هیواد کې فیډرالي سیستم او بیا د هیواد ویشلو ته لاره اواره کړي . دوی دا تګلار په هیواد کې د شمال د ولسونو په خبرتیا او غوښتنه نه پلې کوي چې په درواغو ترینه د استازیتوب لاپې وهي ، بلکې د سیمې د دولتونو او جاسوسي کړیو په لمسون او د پردیو د ګټو په لمن او شپول کې غواړي دا هر څه ترسره کړي .

 دې ټلوالې ، هیواد کې د سترو او ورځنیو ننګونو لکه د جګړې پای ؛ د سولې او امنیت تامین ؛ له پاکستان ، ایران او د نړۍ له نورو سیمو څخه هیواد ته د کډوالو د بېرته راتګ په چارو کې دولت سره همکاري ته ، شااړولې او د همکارۍ پر ځای يي مرکزي دولت د هیواد په راتلونکې کې په پارلماني او یا ریاستي نظام ، مرکزي دولت او یا نامتمرکزاو پاشلي دولت ناندریو کې بوخت ساتلی دی .

دا ټلواله مرکزي دولت سره د همکارۍ ، په دولت کې د نیمګړتیاوو د سمون او د اساسي قانون د پلیتوب پر ځای مرکزي دولت له پښو غورځوي ، د اساسي قانون نیمايی برخه نه مني او د پاتې نیمايی نور د پلي کولو مخې ته چلوټې جوړوي .

د دولت د هرې نیمګړتیا او  ناکامۍ شاته د ځیني نورو تر څنګ  د دوی لاس څرګند دی . د ملت په هره غمیزه کې د دوی ونډه بوټلې او وتلې ده .           

دوی چې دولت کې له نیمايي زیاتې چوکۍ لري ، دا چوکۍ د مرکزي دولت د پیاوړتیا د مخنیوي په نیت کاروي . ترڅو ټول دولتي واک د دوی نه شي چې د ملت او هیواد پر ضد خپل شوم او پټ پلانونه پرې یو په یوعملي کړي ، تر هغو به د نیمايي پاتې دولت د خپلولو لپاره توطيی جوړوي ، سبوتاز به کوي او د دولت پرضد به د هر خپل پردي سره لاس یوکوي .

دې ټلوالې ته پکار دي خپل ټول پټ پلانونه ، تګلارې او اړیکې افغان ملت ته ښکاره کړي . که ځان د دولت اپوزیسیون بولي له دولته دې بېرون شي او یوازې دې په اپوزیسیون کې پاتې شي . داسې نه شي کېدای چې هم دې په دولت کې وي او هم دې په عین وخت کې د اپوزیسیون پېښې کوي .   

یادونه :

( ۱ ) استحاله : چې انګریزۍ کې ورته ( Metamorphosis,Transmutation  ) وايي ، په حشراتو او نورو ژویو کې د ودې له یوه پړاوڅخه بل پرمختللي پړاو ته د تغییر او بدلون نوم دی . لکه د وریښمو چینجی چې د لاروا له بڼې څخه د چینجي د پرمختللې بڼې په لور وده وکړي .

د ۲۰۱۱ کال د ډيسمبر ۲۵ مه


December 25th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات